16 د جبعې د بنيامين په علاقه کښې د ساؤل د محافظانو سړو وليدل چې فلستيانو په پرېشانۍ کښې په هر طرف باندې منډې وهلې.
لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى، او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.
لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.
کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيتسِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيلمحوله پورې منډې وهلې.
نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.
نو ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”فوجيان وشمېرئ او دا پته ولګوئ چې څوک نشته.“ نو هغوئ شمېر وکړو او پته ورته ولګېده چې يونتن او هغه زلمے نۀ وو چې کوم زلمى به وسله وړله.
بيا هغه او د هغۀ سړى د فلستيانو خِلاف جنګ له روان شول، فلستيان دومره په پرېشانۍ کښې وُو چې د يو بل خِلاف جنګېدل.