14 په اوله حمله کښې يونتن او هغه زلمى په يو جريب ځائ کښې تقريباً شل سړى ووژل.
کېدے شى چې اوس هم هغه په يو غار کښې يا په بل ځائ کښې پټ وى. چې څنګه داؤد ستا په سړو باندې حمله وکړى او چې هر څوک هم د دې نه خبر شى نو وائى به چې ستا ډېر فوجيان وژلى شوى دى.
بيا هغۀ د خر د ژامنې يو تازه هډُوکے وموندو. هغه ورټيټ شو او راوچت يې کړو او زر سړى يې ورباندې ووژل.
نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.
يونتن د خپلو لاسونو او پښو په ذريعه د درې نه وختلو او هغه زلمے ورپسې وو. يونتن په فلستيانو حمله وکړه او هغوئ يې ووژل او زلمى هم د هغوئ څۀ کسان ووژل.
نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.