13 يونتن د خپلو لاسونو او پښو په ذريعه د درې نه وختلو او هغه زلمے ورپسې وو. يونتن په فلستيانو حمله وکړه او هغوئ يې ووژل او زلمى هم د هغوئ څۀ کسان ووژل.
ستا په مدد زۀ فوجونه تس نس کولے شم، د مالِک خُدائ په مدد د دېوالونو نه دانګلے شم.
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى.
ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.
د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.
ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.
نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.
بيا هغوئ يونتن او هغه زلمى ته د کېمپ نه چغې وهلې چې، ”بره راوخېژئ، مونږ به تاسو ته چل وښايُو.“ يونتن زلمى ته ووئيل، ”ما پسې راځه. مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دوئ باندې فتح ورکړې ده.“
په اوله حمله کښې يونتن او هغه زلمى په يو جريب ځائ کښې تقريباً شل سړى ووژل.