11 نو هغوئ فلستيان پرېښودل چې هغوئ وګورى او فلستيانو ووئيل، ”ګورئ، څۀ عبرانيان د هغه غارونو نه راروان دى چې په کومو کښې پټ وُو.“
هغوئ خپله حوصله بائيلى او د خپلو محفوظو ځايونو نه په ريږدېدو راځى.
ميديانيان د بنى اِسرائيلو نه طاقتور وُو او بنى اِسرائيليان د هغوئ نه په غارونو او د غرونو په نورو محفوظو ځايونو کښې پټېدل.
کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،
هغه نور چې د اِفرائيم په غرونو کښې پټ وُو، هغوئ واورېدل چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ هم د بنى اِسرائيلو سره په جنګ کښې ملګرى شول او په فلستيانو پسې روان شول،
فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“