Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 14:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې راشئ، نو مونږ به ورشُو، ځکه چې دا به د هغه فتحې نښه وى چې مالِک خُدائ مونږ له په هغوئ باندې راکړې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 14:10
8 Iomraidhean Croise  

چې کومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګى چې تا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده.“


يشعياه ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به د دې نښه درته وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کړى. نو ستا څنګه خوښه ده چې دا سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى يا لس قدمه وروستو لاړ شى؟“


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“


بيا جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”تۀ وائې چې دا فېصله دې کړې ده چې تۀ به ما د بنى اِسرائيلو د خلاصولو دپاره استعمالوې.


چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل.


کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے.


کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې تر هغې پورې هلته ايسار شئ چې مونږ درورسېږو، نو بيا چې مونږ چرته يُو هلته به اِنتظار وکړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan