1 يوه ورځ يونتن هغه زلمى ته ووئيل کوم چې د هغۀ وسله وړله، ”راځه چې هغه طرف ته لاړ شُو چرته چې د فلستيانو قلعه ده.“ خو يونتن خپل پلار ساؤل خبر نۀ کړو،
په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.
د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.
هغۀ شات د لاسونو سره راوويستل او په روانه کښې يې خوړل. بيا هغۀ خپل مور او پلار له هم يوړل او لږ يې ترې نه ورکړل او هغوئ هم وخوړل، خو سمسون ونۀ فرمائيل چې دا شات يې د مړ ازمرى نه راويستلى دى.
نو جدعون خپل لس نوکران بوتلل او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو. هغه د خپل خاندان او د ښار د خلقو نه سخت يرېدو چې د ورځې يې داسې کړے وے، نو هغۀ د شپې داسې وکړل.
ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.
نو د جنګ په هغه ورځ باندې د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن نه بغېر د يو بنى اِسرائيلى فوجى سره هم تُوره يا نېزه نۀ وه.
فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.
ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او تقريباً شپږ سوه سړى د هغۀ سره وُو.
بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل.