8 هغۀ اووۀ ورځې د سموئيل اِنتظار وکړو، لکه څنګه چې سموئيل ورته فرمائيلى وُو، خو سموئيل بيا هم جِلجال ته رانۀ غلو. نو خلقو د ساؤل په پرېښودو شروع وکړه،
عماسا د هغوئ د راغونډولو دپاره لاړو، خو چې بادشاه کوم وخت مقرر کړے وو نو هغه هغې له واپس رانۀ غلو.
تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“