Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 13:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيت‌آون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 13:5
21 Iomraidhean Croise  

زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.


زما مشوره دا ده چې د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې ټول بنى اِسرائيليان راغونډ کړه، لکه چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى، د دې دپاره چې تۀ په خپله په جنګ کښې د هغوئ نه مخکښې لاړ شې.


اِسرائيليان راغونډ کړے شول او د جنګ سامان يې راواخستلو، هغوئ روان شول او شاميانو ته مخامخ يې خېمې ولګولې. اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو.


اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،


د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.


ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بې‌شمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“


ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.


د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.


اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.


په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


نو هغوئ د خپلو ټولو فوجيانو سره راغلل، دا دومره ډېر سړى وُو لکه چې د سمندر په غاړه شګې وى. د هغوئ سره ډېر آسونه او جنګى ګاډۍ هم وې.


په شمال کښې د هغوئ سرحد د اُردن سره شروع کېدو او بيا د يريحو شمال طرف ته بره ختلے وو او نمر پرېواتۀ طرف ته د بيت‌آون په صحرا کښې د غرونو په مُلک کښې تلے وو.


يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.


ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وُو.


خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى.


ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيت‌ايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.


د بيت‌آون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.


چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.


فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفس‌دميم وو.


نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan