22 نو د جنګ په هغه ورځ باندې د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن نه بغېر د يو بنى اِسرائيلى فوجى سره هم تُوره يا نېزه نۀ وه.
نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
بيا په هغه مُلک کښې جنګ وو کله چې بنى اِسرائيلو نوى معبودان خوښ کړل. د بنى اِسرائيلو په څلوېښتو زرو سړو کښې، داسې څوک نۀ وُو چې هغوئ ډال يا نېزه وړے وې.
د تبرُونو او لورونو د تېرۀ کولو او د غوَيى د سامان مرمت کولو مزدورى يوه وړه سيکه وه او دوه سيکې د يوې او ګينټۍ تېرۀ کولو دپاره وې.)
او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“
نو داسې داؤد بغېر د تُورې نه، د يوې ليندې او يو کاڼى سره جوليت له شکست ورکړو او وې وژلو.