اول سموئيل 13:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“ Faic an caibideil |
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.