10 او چې څنګه يې نذرانه ختمه کړه، نو سموئيل راورسېدو. ساؤل هغۀ سره مِلاوېدو او ستړى مشى له ورَغلو،
هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى، چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى، مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“
په دې کښې بوعز په خپله د بيتلحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“
سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“
د نابال يو نوکر د نابال ښځې ابىجيل ته ووئيل، ”تۀ خبر يې؟ داؤد د صحرا نه پېغام وړُونکى رالېږلى دى چې زمونږ نېک ته سلام ووائى، خو هغۀ يې بېعزتى وکړه.