Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 12:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 اوس چې چرته يئ نو هم هلته ودرېږئ او زۀ به د مالِک خُدائ په مخکښې تاسو ودروم چې هغه ټول لوئ لوئ کارونه در په ياد کړم چې مالِک خُدائ ستاسو او ستاسو د پلار نيکۀ د بچ کولو دپاره کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 12:7
7 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.


زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم.


او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“


د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan