Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ او هغۀ چې کوم بادشاه خوښ کړے دے نن د دې خبرې ګواهان دى چې زۀ بېخى بې‌ګناه يم.“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”آو، مالِک خُدائ ګواه دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 12:5
14 Iomraidhean Croise  

لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لوڼو سره بد سلوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مونږ ګورى.


خو بيا هم په آسمان کښې داسې ذات شته چې هغه زما مل دے او هغه به بې‌شکه ووائى چې زۀ په حقه يم.


کله چې مالِک خُدائ د ايُوب سره دا خبرې وکړې، نو مالِک خُدائ تيمانى اليفز ته وفرمائيل، ”زۀ تا او ستا دوو ملګرو ته سخت غصه يم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.


تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو.


بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“


په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.


يا دا چې دا کسان ووائى چې جرګې ته د پېش کولو نه وړاندې هغوئ په ما کښې څۀ قصور ليدلے وو،


زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بې‌عېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


خلقو جواب ورکړو، ”نه، تا مونږ له نۀ دوکه راکړې ده او نۀ دې په مونږ ظلم کړے دے، تا د هيچا نه هيڅ هم نۀ دى اخستى.“


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan