Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خلقو جواب ورکړو، ”نه، تا مونږ له نۀ دوکه راکړې ده او نۀ دې په مونږ ظلم کړے دے، تا د هيچا نه هيڅ هم نۀ دى اخستى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 12:4
6 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله.


هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې،


د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده.


زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“


سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ او هغۀ چې کوم بادشاه خوښ کړے دے نن د دې خبرې ګواهان دى چې زۀ بېخى بې‌ګناه يم.“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”آو، مالِک خُدائ ګواه دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan