24 د مالِک خُدائ نه يره په کار ده او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوئ. هغه لوئ لوئ کارونه راپه ياد کړئ چې هغۀ ستاسو دپاره کړى دى.
خو تاسو زما، يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت کوئ او زۀ به تاسو د خپلو دشمنانو نه بچ کړم.“
او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“
د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.
زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بېداغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.
په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.
د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى.
راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى.
ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.
کله چې عيسىٰ نتنىايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے او تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ او عجيبه کارونه ليدلى دى چې ستاسو دپاره يې کړى دى.
دا د هغه لوظ خبرې دى چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره دا لوظ وکړى، دا ټولې خبرې د هغه لوظ نه علاوه وې چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د هغوئ سره کړې وې.
موسىٰ ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل.
نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.
نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.