زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
زۀ چې څۀ کوم نو هغه زۀ د خپل خاطر په وجه کوم، زۀ نۀ غواړم چې زما د نوم بېعزتى وشى او نۀ به په خپل جلال کښې چا له برخه ورکړم، دا به زما وى او صرف زما به وى.“
تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“
مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“
په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.
کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“