Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 12:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپين‌ږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 12:2
17 Iomraidhean Croise  

کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپين‌ږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.


او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“


ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربان‌ګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے.


ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،


نو هغۀ ټول بنى اِسرائيل، مشران، مالِکان، قاضيان او د خلقو آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”زۀ اوس ډېر بوډا شوے يم.


ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.


عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په حقله اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې خدمت کولو.


نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟


نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“


ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول.


عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ حاضر يم.“


کله چې سموئيل بوډا شو، هغۀ خپل زامن د بنى اِسرائيلو قاضيان جوړ کړل.


نو داسې مونږ به د نورو قومونو په شان شُو، چې په مونږ باندې خپل بادشاه حکومت کوى او په جنګ کښې مو مشرى کوى او زمونږ جنګونه به کوى.“


خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله.


او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan