18 نو سموئيل سوال وکړو او هم په هغه ورځ مالِک خُدائ تندر او باران راولېږلو. نو ټول خلق د مالِک خُدائ او سموئيل نه ويرېدل،
کله چې اخىاب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو.
په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.
هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.
موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.
چې کله بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، او په مالِک خُدائ او د هغۀ په خِدمت کوونکى موسىٰ يې ايمان راوړو.
په هغه ورځ کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سړو له په اموريانو باندې فتح ورکړه، يشوَع د مالِک خُدائ سره خبرې وکړې. هغۀ د بنى اِسرائيلو په مخکښې داسې وفرمائيل، ”اے نمره، د جبعون دپاسه ولاړ اوسه، اے سپوږمۍ، د ايالون په مېدان ودرېږه.“
په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د ټولو بنى اِسرائيلو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو.