Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 12:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 تاسو ته پته ده چې دا د غنمو د لَو وخت دے چې دا د باران موسم نۀ وى خو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او هغه به تندر او باران راولېږى. کله چې داسې وشى نو تاسو ته به پته ولګى چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف يوه لويه ګناه کړې ده کله چې تاسو د هغۀ نه يو بادشاه وغوښتو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 12:17
13 Iomraidhean Croise  

موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.


په ورپسې ورځ موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو يوه لويه ګناه کړې ده. خو زۀ به يو ځل بيا مالِک خُدائ له غرۀ ته وخېژم، کېدے شى چې زۀ ستاسو د ګناه کفاره ادا کړم.“


لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.


په هغه ورځ کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سړو له په اموريانو باندې فتح ورکړه، يشوَع د مالِک خُدائ سره خبرې وکړې. هغۀ د بنى اِسرائيلو په مخکښې داسې وفرمائيل، ”اے نمره، د جبعون دپاسه ولاړ اوسه، اے سپوږمۍ، د ايالون په مېدان ودرېږه.“


نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو.


او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“


د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“


بيا سموئيل ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل چې په مصفاه کښې راغونډ شى او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به هلته ستاسو دپاره مالِک خُدائ ته سوال وکړم.“


سموئيل د هغوئ بادشاه غوښتلو باندې خوشحاله نۀ وو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،


او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan