16 نو بيا دلته ودرېږئ او تاسو به په خپلو سترګو هغه لوئ لوئ کارونه ووينئ چې مالِک خُدائ يې کوى.
موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.
چې کله بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، او په مالِک خُدائ او د هغۀ په خِدمت کوونکى موسىٰ يې ايمان راوړو.
اوس چې چرته يئ نو هم هلته ودرېږئ او زۀ به د مالِک خُدائ په مخکښې تاسو ودروم چې هغه ټول لوئ لوئ کارونه در په ياد کړم چې مالِک خُدائ ستاسو او ستاسو د پلار نيکۀ د بچ کولو دپاره کړى دى.
سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“