15 خو کۀ تاسو مالِک خُدائ ته غوږ نۀ نيسئ او د هغۀ د حُکمونو نافرمانى کوئ، نو هغه به ستاسو او ستاسو د بادشاه خِلاف شى.
او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.
خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.
ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى.
او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“
هر ځل چې هغوئ جنګ له تلل، نو مالِک خُدائ به د هغوئ خِلاف وو او هغوئ به يې د شکست سره مخ کول، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو چې هغه به هم داسې وى. هغوئ په سخت کړاؤ کښې راګېر وُو.
خو خلقو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هېر کړو، نو هغۀ هغوئ سِسيرا ته حواله کړل څوک چې د حصور د ښار د لښکر مشر وو او فلستيانو او د موآب بادشاه ته يې حواله کړل، چې هغوئ ستاسو د پلار نيکۀ خِلاف وجنګيږى او شکست ورکړى.
کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.