Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 12:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کۀ تاسو د مالِک خُدائ نه يرېږئ، د هغۀ خِدمت او تابعدارى کوئ او د هغۀ د حُکم نه سرکشى مۀ کوئ او کۀ تاسو او هغه بادشاه چې په تاسو بادشاهى کوى د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 12:14
11 Iomraidhean Croise  

او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو، خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.


صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.


”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.


څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى.


خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.


نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.


او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan