11 مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.
نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو.
او د اولام يو زوئ وو چې نوم يې بدان وو. دا ټول د جِلعاد اولاد دے چې د مکير زوئ او د منسى نمسے وو.
يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابىنوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.
بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“
خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربانګاه وه چې تباه کړے شوه.“
نو د هغه وخت نه جدعون په يربعل باندې مشهور شو، کله چې يوآس وئيلى وُو، ”پرېږده چې بعل خپل ځان بچ کړى، دا د هغۀ قربانګاه ده چې تباه کړے شوه.“
يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.
جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو.
جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.
نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو.
نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى.