10 بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.
خو هغۀ د هغوئ مصيبت ته پام شو کله چې هغۀ د هغوئ ژړا واورېده،
اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.
مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.
نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“
نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې شروع کړو.
هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو.
بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.
بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو.
بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنىاېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو.
د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.
کله چې بنى اِسرائيلو د ميديانيانو په وجه مالِک خُدائ ته فرياد وکړو،
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ډېره موده تقريباً تر شلو کالو پورې په قِريَتيعريم کښې ايسار وو. په دې وخت کښې ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره وژړل.
نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.