اول سموئيل 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى، Faic an caibideil |
بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،