9 هغوئ د يبيس پېغام وړونکو ته ووئيل، ”خپلو خلقو ته ووايئ چې سبا د غرمې نه مخکښې به هغوئ خلاص شى.“ کله چې د يبيس خلقو ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغوئ ډېر خوشحاله شول
هغۀ هلته يو څو سړى د دې پېغام سره ولېږل، ”مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى ځکه چې تا خپل بادشاه ته وفادارى ښودلې ده چې هغه دې ښخ کړے دے.
نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.
بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه، چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.
کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،
او ناحس ته يې ووئيل، ”سبا به مونږ تا ته خپل ځان حواله کړُو او چې ستا څۀ خوښه وى نو هغه راسره وکړه.“
ساؤل هغوئ په بزق کښې راغونډ کړل، هغوئ درې لاکه د بنى اِسرائيل نه وُو او دېرش زره د يهوداه د قبيلې کسان وُو.
کله چې په جِلعاد کښې د يبيس خلق خبر شول چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى دى،