Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 11:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغۀ دوه غوَيى بوتلل، ټوټې ټوټې يې کړل او د دې خبردارى سره يې پېغام وړُونکى ولېږل چې د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته دا ټوټې يوسئ، ”څوک هم چې د جنګ دپاره په ساؤل او سموئيل پسې نۀ ځى نو د هغۀ د غوَيانو سره به دا چل کيږى.“ نو د دې په وجه د مالِک خُدائ يره په بنى اِسرائيلو باندې راغله او هغوئ ټول په يو ځائ راووتل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 11:7
8 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول.


بيا هغوئ د جرار نه ګېرچاپېره علاقه کښې ښارونه تباه کړل، ځکه چې د هغه ځائ خلق د مالِک خُدائ نه سخت يرېدلى وُو. نو لښکر هغه ټول ښارونه لوټ کړل او ډېر زيات مالِ غنيمت يې يوړو.


په ګېرچاپېره حکومتونو باندې د مالِک خُدائ يره راغله نو هغوئ د يهوسفط خِلاف جنګ نۀ شو کولے.


د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“


مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.


کله چې هغه ورسېدو، نو هغه کور ته دننه لاړو او چاقُو يې راواخستلو. هغۀ د خپلې وينځې لاش واخستلو، دولس ټوټې يې ترې نه جوړې کړې او يوه يوه ټوټه يې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو له ولېږله.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan