5 ساؤل د پټى نه غوَيى روان کړى وُو او تپوس يې وکړو، ”څۀ شوى دى؟ دا خلق ولې ژاړى؟“ چې کوم خبر پېغام وړونکو د يبيس نه راوړے وو نو هغوئ هغه ورته بيان کړو.
چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.
الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله.
د ګډو د شپونتوب نه يې هغه راوستلو، چې شپون شى د يعقوب د خپلو خلقو، د خپل غوره شوى قوم اِسرائيلو شپونتوب يې پرې وکړلو.
دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟
او هغوئ ته يې چغه کړه. د دان سړى راوګرځېدل او د ميکاه نه يې تپوس وکړو، ”څۀ چل دے چې دومره ډېر خلق راغونډ شوى يئ؟“
د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابىاېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.