Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 11:4
15 Iomraidhean Croise  

عِيسو خپل پلار ته سوال زارى کوله، ”پلاره، تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره، ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه.


نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“


هغوئ د جبعه ښار نه د سماعه د زامنو د لوئ مشر اخيعزر او دوېم مشر يوآس د مشرۍ لاندې وُو. هغه فوجيان دا وُو: يزئيل او فِلِط چې د عزماوت زامن وُو، براکه او د عنتوت نه ياهُو، د جبعون اِسماعيه چې مشهور فوجى او د هغه دېرشو نه يو مشر وو، يرمياه، يحزى‌ايل، يوحانان او د جديره يوزبد، العوزى، يريموت، بعلياه، سمرياه، سفطياه خروفى، القنه، يسياه، عزراېل، يوعزر او د قورح د قبيلې يسوبعام، د جدور د يروحام زامن، يوعيله او زبدياه.


څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.


کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى.


تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.


قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.


کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل،


نو ټول بنى اِسرائيل بيت‌ايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيت‌ايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه،


ساؤل هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو.


ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او تقريباً شپږ سوه سړى د هغۀ سره وُو.


بيا سموئيل راما ته لاړو او ساؤل بادشاه په جبعه کښې خپل کور ته لاړو.


داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan