3 د يبيس مشرانو ووئيل، ”مونږ له اووۀ ورځې راکړئ چې مونږ د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته پېغام وړُونکى ولېږُو. کۀ مونږ هيچا هم بچ نۀ کړُو، نو مونږ به تاسو ته حواله شُو.“
حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.
او ناحس ته يې ووئيل، ”سبا به مونږ تا ته خپل ځان حواله کړُو او چې ستا څۀ خوښه وى نو هغه راسره وکړه.“
نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل،