2 ناحس جواب ورکړو، ”زۀ به ستاسو سره په يو شرط باندې د صُلحې تړون وکړم، زۀ به د هر يو کس ښۍ سترګه وباسم او دا به د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره د شرم خبره وى.“
دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى.
حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې د ښار نه راوځئ او ما سره روغه وکړئ. تاسو ته به اجازت وى چې د خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د اينځر د ونو نه اينځر خورئ او د خپلو کُوهيانو نه اوبۀ څښئ،
تا مونږ د خپلو ګاوڼديانو د خندا کړلو، تا مونږ د ګېرچاپېره خلقو د ټوقو او مسخرو کړلو.
زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.
صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
بيا هغوئ د صدقياه سترګې راوويستلې او هغه يې د پيتلو په زنځيرونو وتړلو او بابل ته يې بندى بوتلو.
بله دا چې تا هغه مُلک ته هم رانۀ وستلو چې زرخېز او آباد دے او نۀ دې پټى او د انګورو باغونه راکړل چې زمونږ شى. دا خلق ړاندۀ دى څۀ چې نۀ پوهيږى؟ مونږ نۀ درځُو.“
فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.
او ناحس ته يې ووئيل، ”سبا به مونږ تا ته خپل ځان حواله کړُو او چې ستا څۀ خوښه وى نو هغه راسره وکړه.“
خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.
داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بېعزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“