15 نو هغوئ ټول جِلجال ته لاړل او هلته يې په مقدس ځائ کښې د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان وکړو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې پېش کړې او ساؤل او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو يوه لويه خوشحالى وکړه.
نو بادشاه راواپس شو او د اُردن سيند ته ورسېدو. نو د يهوداه خلق جِلجال ته راغلى وُو چې د بادشاه سره مِلاو شى او د اُردن سيند نه يې پورې باسى.
بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.
خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.
سموئيل په مصفاه کښې خلق د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ کړل
سموئيل خلقو ته وفرمائيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِندهباد.“
تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“
بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى،
تاسو ته پته ده چې دا د غنمو د لَو وخت دے چې دا د باران موسم نۀ وى خو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او هغه به تندر او باران راولېږى. کله چې داسې وشى نو تاسو ته به پته ولګى چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف يوه لويه ګناه کړې ده کله چې تاسو د هغۀ نه يو بادشاه وغوښتو.“
خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه، مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو،