14 او سموئيل هغوئ ته وفرمائيل، ”راځئ چې يو ځل بيا ټول جِلجال ته لاړ شُو او ساؤل دوباره خپل بادشاه جوړ کړُو.“
نو بادشاه راواپس شو او د اُردن سيند ته ورسېدو. نو د يهوداه خلق جِلجال ته راغلى وُو چې د بادشاه سره مِلاو شى او د اُردن سيند نه يې پورې باسى.
مۀ بيتايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيتايل به نيست و نابود کړے شى.“
تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“
بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى،
سحر وختى د اشدود خلقو وليدل چې د دجون بُت د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے دے. نو هغوئ را اوچت کړو او واپس يې په خپل ځائ کښې کېښودو.
هغه به هر کال په بيتايل، جِلجال او مصفاه کښې ګرځېدو او په دې ځايونو کښې يې لانجې هوارولې.