12 بيا خلقو سموئيل ته ووئيل، ”هغه خلق چرته دى چې کومو وئيل چې ساؤل به زمونږ بادشاه نۀ وى؟ هغوئ مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې ووژنو.“
نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې، څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.
خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“
خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.