Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 10:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 کله چې ساؤل د سموئيل نه روان شو، نو خُدائ پاک ساؤل بېخى بدل کړو. او په هغه ورځ هغه هر څۀ وشول چې څۀ ورته سموئيل فرمائيلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 10:9
9 Iomraidhean Croise  

زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.


بيا مريدان روان شول او چې ښار ته دننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو، نو هغوئ د فسح د خوراک تيارے وکړلو.


بيا د مالِک خُدائ فرښتې چې کومه امسا نيولې وه د هغې سر يې د غوښې او روټۍ سره ولګولو. د ګټ نه اور راووتلو او غوښه او روټۍ يې وسوزوله. فرښته بيا پناه شوه.


چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل.


سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.


زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan