6 د مالِک خُدائ روح به ناڅاپه په تاسو باندې راشى او تاسو به هم د هغوئ سره پېشګوئې شروع کړئ. او تاسو به هغه شان نۀ يئ لکه چې څنګه مخکښې وئ.
زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.
بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو او د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کوم روح يې چې موسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو او هغه اويا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې روح نازل شو نو هغوئ د لږ وخت دپاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې. خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول.
د هغه اويا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد او ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو او د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تلى نۀ وُو. او په هغوئ باندې روح نازل شو او هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې.
موسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل روح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى او ټول د پېغمبرانو په شان شى.“
په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟
د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.
کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.
د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنىاېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.
کله چې ساؤل او د هغۀ نوکر جبعه ته ورسېدل، نو د پېغمبرانو يوه ډله ورسره مِلاو شوه، د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغۀ د هغوئ سره پېشګوئې ورکول شروع کړل.
کله چې ساؤل د سموئيل نه روان شو، نو خُدائ پاک ساؤل بېخى بدل کړو. او په هغه ورځ هغه هر څۀ وشول چې څۀ ورته سموئيل فرمائيلى وُو.
کله چې ساؤل دا واورېدل نو د خُدائ پاک روح د لوئ طاقت سره په هغۀ نازل شو او ساؤل سخت غصه وو.
سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.
نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل.