Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 10:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربان‌ګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 10:5
27 Iomraidhean Croise  

هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو.


د يريحو پنځوسو پېغمبرانو هغه وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”د الياس روح د اليشع سره دے.“ هغوئ د هغۀ سره مِلاوېدو له لاړل، د هغۀ په مخکښې زمکې ته د عزت نه ټيټ شول


د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“


د پېغمبرانو يوه ډله چې هلته اوسېده اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه ستا نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو ښۀ به دا وى چې تاسو ونۀ وايئ.“


او پنځوس پېغمبران ورپسې لاړل. الياس او اليشع د اُردن سيند سره ودرېدل او هغه پنځوس پېغمبران ترې نه لږ لرې ودرېدل.


اوس ما له د موسيقۍ والا راوله.“ نو کله چې هغۀ موسيقى وغږوله، نو مالِک خُدائ په اليشع باندې وحى نازله کړه،


کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه.


يوه ورځ د اليشع د قبيلې پېغمبران اليشع له ورغلل او هغوئ ورته وفرمائيل چې، ”په کوم ځائ کښې چې مونږ ستا د مشرۍ لاندې اوسيږو نو هغه ځائ زمونږ دپاره ډېر وړوکے دے.


په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيت‌لحم قبضه کړے وو.


په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.


هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو.


آسف د هغوئ مشر وو او دا سړى د هغۀ مددګاران مقرر شُو: زکرياه، يعى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، متتياه، اِلياب، بناياه، عوبيد ادوم او يعى‌ايل. هغوئ به بينجو غږولې. آسف چمټې غږولې،


زۀ به متلونو ته خپل غوږ ونيسمه، د رباب په ساز کښې به زۀ د راز وينا وکړمه،


د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې.


د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ.


کله چې ساؤل او د هغۀ نوکر جبعه ته ورسېدل، نو د پېغمبرانو يوه ډله ورسره مِلاو شوه، د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغۀ د هغوئ سره پېشګوئې ورکول شروع کړل.


هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ.


ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيت‌ايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.


يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې.


نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل.


هغه جينکو ووئيل، ”آو، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. کۀ تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربان‌ګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan