4 هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ.
هغوئ د ميکاه کور ته لاړل، چرته چې هغه ځوان ليوى اوسېدو او سلام يې ورباندې واچولو.
کله چې تاسو په تبور کښې پاکې ونې ته ورسېږئ، نو هلته به تاسو د درېو سړو سره مِلاو شئ چې په بيتايل کښې خُدائ پاک ته يوه نذرانه پېش کولو له روان وى. يو به د چېلۍ درې بچى روان کړى وى، بل به درې روټۍ روانې کړې وى او درېم سره به د ميو نه ډکه مشکيزه وى.
بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربانګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.
يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه.