اول سموئيل 10:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 کله چې تاسو په تبور کښې پاکې ونې ته ورسېږئ، نو هلته به تاسو د درېو سړو سره مِلاو شئ چې په بيتايل کښې خُدائ پاک ته يوه نذرانه پېش کولو له روان وى. يو به د چېلۍ درې بچى روان کړى وى، بل به درې روټۍ روانې کړې وى او درېم سره به د ميو نه ډکه مشکيزه وى. Faic an caibideil |
نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنمايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په هغه ورځو کښې په بيتايل کښې وو او د هارون نمسے، د اِلىعزر زوئ فينحاس د دې مشر وو. خلقو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ له په کار دى چې د خپلو وروڼو بنيامينيانو سره بيا جنګ له لاړ شُو او کۀ نه؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”جنګ وکړئ. زۀ به سبا په هغوئ باندې تاسو له فتح درکړم.“