24 سموئيل خلقو ته وفرمائيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِندهباد.“
کله چې د داؤد اعتبارى ملګرے حوسى د ابىسلوم سره مِلاو شو نو هغۀ چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زندهباد. بادشاه سلامت، زندهباد.“
نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“
کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“
هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زندهباد.
چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زندهباد.
صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زندهباد.“
بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زندهباد.“
بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زندهباد!“
او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“
ګورئ، کوم سړے چې د بادشاهۍ دپاره تاسو غوره کوئ نو چې هغه مالِک خُدائ هم غوره کړے وى. نو په کار دے چې هغه ستاسو د خپل قوم نه وى، يو مسافر خپل بادشاه مۀ جوړَوئ.
نو هغوئ ټول جِلجال ته لاړل او هلته يې په مقدس ځائ کښې د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان وکړو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې پېش کړې او ساؤل او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو يوه لويه خوشحالى وکړه.
بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى،
نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو.
د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو.