23 نو هغوئ منډه کړه او ساؤل يې بهر خلقو ته راوويستلو او هغه د خلقو په مينځ کښې ودرېدو. هغه د ټولو نه لوړ سړے وو.
آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“
بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.
د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابىاېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.
د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو.