Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 10:19
18 Iomraidhean Croise  

انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه


کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے.


يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.


جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حکمران وى.“


بيا سموئيل هره قبيله وړاندې راوستله او د بنيامين قبيله د پچې په ذريعه خوښه کړے شوه.


خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.


د بيت‌آون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.


بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.


مالِک خُدائ به په خپله په سيلا کښې راڅرګندېدو، چرته چې هغه سموئيل ته څرګند شوے وو او د هغۀ سره يې خبرې کړې وې.


ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبن‌عزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.


خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه، مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو،


او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan