Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 10:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او د مِصريانو او هغه نورو ټولو خلقو نه مې بچ کړئ چې کومو په تاسو باندې سختى کوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 10:18
7 Iomraidhean Croise  

هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم چا چې هغوئ د مِصر د مُلک نه راوويستل چې زۀ د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.


کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم.


د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.


کله چې يعقوب او د هغۀ خاندان مِصر ته لاړل، نو ستاسو پلار نيکۀ د مدد دپاره فرياد وکړو او هغۀ موسىٰ او هارون راولېږل او هغوئ ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او په دې مُلک کښې يې دېره کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan