16 ساؤل جواب ورکړو، ”هغۀ مونږ ته ووئيل چې خرونه پېدا شوى دى.“ خو هغۀ خپل ترۀ ته د بادشاه کېدو په حقله ونۀ وئيل چې سموئيل ورته څۀ فرمائيلى وُو.
بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“
هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى.
کم عقل د خپلې غصې پوره اظهار کوى، خو هوښيار خپل ځان په قابو کښې ساتى.
د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.
د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.
هغۀ شات د لاسونو سره راوويستل او په روانه کښې يې خوړل. بيا هغۀ خپل مور او پلار له هم يوړل او لږ يې ترې نه ورکړل او هغوئ هم وخوړل، خو سمسون ونۀ فرمائيل چې دا شات يې د مړ ازمرى نه راويستلى دى.
د ساؤل ترۀ ترې نه تپوس وکړو، ”او سموئيل تاسو ته څۀ ووئيل؟“
چې کوم خرونه درې ورځې مخکښې ورک شوى وُو، د هغې فکر مۀ کوئ، هغه پېدا شوى دى. خو دا تۀ او ستا د پلار خاندان دے چې د ټولو بنى اِسرائيلو زړۀ ور پورې تړلے دے.“
کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“