13 کله چې ساؤل خپله پېشګوئې ختمه کړه نو هغه د عبادت ځائ ته وختلو.
يو مقامى سړى ووئيل، ”کۀ د چا پلار څۀ هم وى نو ولې د هغۀ زوئ پېغمبر جوړېدے شى څۀ؟“ نو بيا دا يو متل جوړ شو، ”آيا ساؤل هم په نبيانو کښې شمېرلے شى؟“
د ساؤل ترۀ هغه او نوکر وليدل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو چرته وئ؟“ ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”خرونه مو لټول. کله چې مونږ خرونه پېدا نۀ کړل نو د سموئيل سره مِلاوېدو له لاړُو.“