12 يو مقامى سړى ووئيل، ”کۀ د چا پلار څۀ هم وى نو ولې د هغۀ زوئ پېغمبر جوړېدے شى څۀ؟“ نو بيا دا يو متل جوړ شو، ”آيا ساؤل هم په نبيانو کښې شمېرلے شى؟“
زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.
دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما تعليم زما نۀ دے، بلکې دا د هغه چا دے چې زۀ يې رالېږلے يم.
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
کله چې ساؤل خپله پېشګوئې ختمه کړه نو هغه د عبادت ځائ ته وختلو.
چې کله هغه هلته روان وو، نو د خُدائ پاک روح هغه هم ونيولو او هغۀ تر نَيوت پورې په ټوله لار کښې پېشګوئې ورکوله.
هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)