11 کومو خلقو چې هغه د مخکښې نه پېژندلو او چې هغوئ وليدلو چې دا هر څۀ يې کول نو هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”د قيس په زوئ باندې څۀ شوى دى؟ ساؤل پېغمبر شوے دے څۀ؟“
او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.
کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بېعلمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.
هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)