10 کله چې ساؤل او د هغۀ نوکر جبعه ته ورسېدل، نو د پېغمبرانو يوه ډله ورسره مِلاو شوه، د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغۀ د هغوئ سره پېشګوئې ورکول شروع کړل.
کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.
د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنىاېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.
کله چې ساؤل دا واورېدل نو د خُدائ پاک روح د لوئ طاقت سره په هغۀ نازل شو او ساؤل سخت غصه وو.
سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.
زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى.