اول سموئيل 10:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې، Faic an caibideil |
زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“