Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9-10 يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 1:9
9 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“


د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.


د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ ‎‎دے.“


ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.


نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.


سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى.


د سحر نه مخکښې، چې ډيوه تر اوسه پورې بلېدله او سموئيل د مالِک خُدائ په کور کښې ملاست وو، چرته چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق وو،


عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan